د مالیې وزارت سرپرست: په ستونزمنو شرایطو کې مو وکولی شول، چې د هیواد مالي ثبات او اقتصادي وده وساتو/ د افغانستان ملي عواید له ټاکل شوي هدفه ۲۰ میلیارده افغانۍ زیات شوي/ د تمویلوونکو په وړاندې د افغانستان اعتبار لوړ شوی

admin_mof
Sun, Dec 22 2019 3:18 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په لومړۍ نېټه د عوایدو راټولولو، پراختیایي بودیجې لګښت او د پیسو له نړیوال صندوق سره په بریالۍ توګه د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ارزونې په برخو کې د مالیې وزارت لاسته راوړنې د رسنیو په مرکز کې له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې کنفرانس کې چې د افغانستان بانک لومړي سرپرست او مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، هم شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست، د اسانتیاوو تمدید پروګرام د بشپړېدو په اړه وویل:" له ژمنو سره سم، چې د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې مو د افغانستان له خلکو سره کړې وې، ومو کولی شول څو د پیسو له نړیوال صندوق سره په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په شپږو پړاوونو کې د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ارزولو پروګرام په بریالۍ توګه بشپړ کړو. دغه ټول اصلاحات په ۲۴ سترو جوړښتونو او ۱۵ کمیتي ژمنو په چوکاټ کې چې له یوه کاله بل کال ته پورته تلل ترسره شوي دي او د افغانستان حکومت دغه مالي او اقتصادي اصلاحات، د روان کال لېندۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د اعتباري اسانتیاوو تمدید (EFC) پروګرام ترنامه لاندي، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) اجرائیوي بورډ له لوري تائید شوي دي."

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکټور اصلاح او مدیریت، په بانکي سکټور کې اصلاحات، ملي عوایدو راټولیدل، د لوی اقتصاد اغېزمن مدیریت، اقتصادي وده او له اداري فساد سره مبارزې په برخو کې د افغانستان حکومت ژمنې و ارزول شوې. نوموړي زیاته کړه:" حکومت وکولی شول، چې په ستونزمنو شرایطو کې د پام وړ شاخصونه  په بریالۍ توګه بشپړ کړي."  

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د افغانستان حکومت د ټاکنو او ورته ستونزمنو او کړکېچنو حالاتو کې وکولی شول عوایدې سرچینې په ښه توګه مدیریت کړي. هغه زیاته کړه: " په ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولېدو هدف ۱۸۸ میلیارده افغانۍ وو، چې د لېندۍ میاشتې تر ۳۰ مې نېټې مو وکولی شول (۲۰۸) میلیارده افغانۍ عواید راټول کړو، چې دغه رقم په تېرو اتلسو کلونو کې تر ټولو زیات او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاتوالی ښیې."  

د مالیې وزارت سرپرست د پراختیایي بودیجې د لګښت په اړه وویل:" حکومت په ۱۳۹۸ کال کې وکولی شول له ۱۳۹ میلیارده افغانیو (۹۴ سلنه) زیاته پراختیایي بودیجه ولګوي، تېر کال حکومت په دې توانیدلی وو، چې ۱۲۷ میلیارده افغانۍ (۹۱) سلنه پراختیایي بودیجه ولګوي. سږ کال مو د پراختیایې بودیجې په برخه کې ۱۲ میلیارده افغانۍ زیاتې مصرف کړي دي. دا په داسي حال کې ده، چې له اوسني حکومت مخکنیو په ډېر مشکل  کولای شول خپله ۴۰ سلنه پراختیایي بودیجه مصرف کړي.

خبر

د یادونې وړده، چې د افغانستان حکومت وکولی شول، د ټاکنو په ستونزمن پړاو کې چې په څو ولایتو کې لاریونونه روان وو او دې ته ورته ستونزو سره سره خپل عواید راټول کړي او د لومړي ځل لپاره د حکومت په کچه خپله پراختیایي اختیاري بودیجه ۹۵.۴ سلنه ولګوي، چې د هیواد د مالي ثبات په لوري ستر ګام دی او پایداره مالي ودې ته د رسېدو لپاره هیلې را پیدا کوي.

د دې کنفرانس په وروستیو کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

 

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS