د مالیې وزارت مشرتابه وروستیو لاسته راوړنو په خاطر د دې وزارت له مسؤلینو او کارکوونکو مننه اوستاینه وکړه
              د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سترسلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۴ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیې وزارت له مسؤلینو او کارکوونکو، چې د ملي عوایدو راټولېدو، پراختیایي بودیجې لګښت او اصلاحاتو په پلي کولو کې هڅې کړي دي، ستاینه او مننه وکړه.
په دې پروګرام کې چې د مالیې وزارت مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت له مسؤلینو او کارکوونکو د مننې ترڅنګ وویل:"موږ وکولی شول، چې یو ستونزمن کال تر شا پرېږدو او سره له ګڼو ستونزو او ټاکنو ترسره کېدو، د پام وړ بریاوې مو هم ترلاسه کړې. نوموړي زیاته کړه، چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې مو له ټاکل شوي هدفه لوړ ملي عواید راټول کړي دي او د پراختیایي بودیجې لګښت مو ۹۴ سلنې ته لوړ کړی، دا په دې ستونزمنو او کړکېچنو حالاتو کې ستره لاسته راوړنه ده". ښاغلي قیومي زیاته کړه، چې موږ په اوسنیو لاسته راوړنو بسنه نه کوو، بلکه هڅه مو داده، چې ریفورم او اصلاحاتو ته دوام ورکړو.
په دې مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست، د مالي مرستیال د استعفا تائیدولو ترڅنګ وویل:"د عوایدو راټولېدو، پراختیایي بودیجې لګښت او اصلاحاتو پلي کولو په برخو کې له مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد؛ او د عوایدو او ګمرکونو سرپرست ښاغلي ولید تمیم،څخه د زړه له کومې مننه کوم او لا بریالیتوبونه ورته غواړم."
د مالیې وزارت مالي مرستیال، په ده باندي د مالیې وزارت مشرتابه له باوره د مننې ترڅنګ د خپلې استعفا دلیل شخصي ستونزې او کورنیو موضوعاتو ته رسېدل بیان کړل.
همدا شان ولید تمیم، چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پربنسټ د مالي کال تر پایه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د چارو پرمخ وړلو ته اوږه ورکړي وه، دنده یې پای ته رسېدلې او د عوایدو او ګمرکونو معینیت چارې به یو بل چاته وسپارل شي.
