د مالیې وزارت او د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ د متقاعدینو بایومتریک کولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیکول

admin_mof
Sun, Dec 29 2019 2:09 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پورفیسور محمد همایون قیومي، نن د مرغومې میاشتې په ۸ مه نېټه د متقاعدینو بایومتریک کولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې له لوی رئیس ښاغلي احمد جاوید رسولي سره لاسلیک کړ.
د دې هوکړه څخه موخه د روڼتیا رامنځته کول، له فساد څخه مخنیوی، د متقاعدینو او د هغوې ورثو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو پروسې چټکوالی ده.
د دې هوکړه لیک له مخې مالیې وزارت د متقاعدینو د بایومتریک پروسې د پيل او د تقاعد خزینې د معلوماتي سیستم پراختیا او نوي کولو په موخه د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې کارکوونکو ته د اړتیا وړ دفترونو او تجهیزاتو د ورکولو په برخه کې ژمن دی او همداشان متقاعدین او د هغوې ورثې به د بایومتریک په پروسې کې د ګډون لپاره هڅوي او اطلاع رسونه به ورته کوي.

خبر

د احصائیې او معلوماتو ملي اداره به د پیژندنې معلومات، د پیژندنې تثبیت او د متقاعدینو نوم ثبتول راټولوي او پوره کوي به یې او د اړتیا وړ کارکوونکي به د پروسې تر پایه ګماري. همداشان د دې هوکړه لیک له مخې به د دریو میاشتو په موده کې د تقاعد خزینې نوي معلوماتي سیستم ته پراختیا ورکوي.
 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS