د مالیاتي شخړو د حل بورډ کاري پروسه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې غړو ته تشریح شوه
د مالیاتي شخړو د حل بورډ کاري پروسه نن د مرغومې میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې غړو ته تشریح شوه.
په دې غونډه کې چې د تولیدي سکټور د بېلابیلو برخو استازو ګډون درلود د صنایعو او کانونو خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي رحیم الله سمندر د غونډې په پرانیسته وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ هیله وښوده چې د مالیاتي شخړو د حل بورډ به په خپلواکه توګه د مالیه ورکوونکو اعتراضونو ته رسیدنه وکړي.
د مالیاتي شخړو د حل بورډ رئیس ښاغلي عبدالظهور مهران د بورډ د جوړښت په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې همداشان ګډونوالو ته د اعتراض فورمې تشریح کولو تر څنګ د پریزنټیشن له لارې د بورډ کاري پروسې په تړاؤ معلومات ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې یاد بورډ د مالياتي چارو د ادارې قانون د ۵۵ مې مادې د حکم له مخې د مالیه ورکوونکو د مالیاتي شخړو د حل په موخه رامنځته شوی دی.
