د مالیې وزارت سرپرست د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره په اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي پروژې په پیل، اوسپنې کرښې، د نوري فایبر په لېږد او افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا مزې په لېږد او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو ورځو کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۲۲۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا مزې لېږد هوکړه لیک لاسلیک ته چمتو شي. همدا شان دواړو لوریو هوکړه وکړه، څو د افغانستان لپاره د اقتصادي کنفرانس جوړېدو ته چې په عشق اباد ښار کې به د مارچ په میاشت کې ترسره شي چمتو والی ونیول شي.
