د مالیې وزارت سرپرست او په افغانستان کې د هندوستان سفیر جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ په لیږد خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر ښاغلي وینای کمار، سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک رئیس هم شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست د شاتوت بند د کار پرمختګ تر څنګ له دوی سره سریلانکا ته د خپل وروستي سفر په اړه چې هلته یې د جنوبي اسیا د انرژۍ له کمشنرانو سره وکتل معلومات ورکړل او ویې ویل چې د جنوبي اسیا ټولو کمشنرانو جنوبي اسیا ته د مرکزي اسیا د انرژۍ په لیږد علاقمندي وښوده.
د هند سفیر وویل چې زموږ هیواد هم جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ لیږدول غواړي. د هند سفیر او د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک رئیس په دې اړه د همکارۍ او مرستې ژمنه وکړه.
په دې کتنه کې د افغانستان په کوربه توب د کریک ناستې په جوړیدو خبرې وشوې، د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک رئیس د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه وویل، چې افغانستان د هندوستان او افغانستان تر منځ د مستقیمو هوایې پروازونو غوښتونکی دی او دا د سریلانکا هیواد له غوښتنو څخه هم ده.
ښاغلي کمار وویل، چې موږ په دې برخه کې کومه ستونزه نلرو او د دواړو هیوادونو هوایې شرکتونه کولی شي مستقیم پروازونه تر سره کړي.
د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د هند له سفیر څخه غوښتنه وکړه چې د چابهار بندر په مسیر کې د کښتیو تګ او راتګ لپاره منظم مهالویش جوړ شي ترڅو افغان سوداګر د کښتیو له تګ او راتګ څخه خبر ووسي. نوموړي زیاته کړه کله چې افغان توکي د سمندر له لارې ممبیي ته ورسیږي له هغه ځایه دې د ریل له لارې بنګلدیش ته ولیږدول شي.
د هند سفیر د مالیې وزارت له دې وړاندیز څخه هر کلی وکړ او د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
