د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې سپارښتنو د څارنې او پلي کیدو کمېټه جوړه شوه

admin_mof
Thu, Mar 26 2020 9:10 AM
خبر

د افغانستان حکومت د پیسو وینځلو او د تروریزم تمویل سره د مبارزې او د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې (FAFT) سپارښتنو پلي کیدو په موخه د څارنې کمېټه جوړه کړه.
د دې کمېټې لومړۍ ناسته د ویډویې کنفرانس له لارې نن د وري میاشتې په ۵ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قومي، په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې د جلالتماب ولسمشر د فرمان پلي کیدو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې د سپارښتنو پلي کول د ټولو دولتي ادارو دنده ده او په دې برخه کې هیڅ ډول ناغیړي د منلو وړ نه دی. نوموړي وویل چې د ادارو تخنیکي ټیمونه باید په دې برخه کې په ګډه کار وکړي.
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر وویل چې ټولې دولتي ادارې باید په دې برخه کې ځان مسؤل وګڼي او دا د افغانستان حکومت لپاره ډیره مهمه مسئله ده. نوموړي د (اف ‎ای ټي اف) د لومړنۍ ارزونې په اړه کمېټې ته راپور وړاندې کړ ویې ویل چې دا ارزونه په ۱۳۹۷ کال کې پیل شوه او ۱۸ میاشتې یې دوام وکړ چې د افغانستان حکومت کړنې یې په ۲۲ برخو کې تر ارزونې لاندې ونیولې چې له نیکمرغه افغانستان د دې ډلې له خړ لیست څخه ووت. ښاغلي نوشیر وویل چې د دې ډلې دویمه ارزونه پیلیږي.
د مالیې وزارت سرپرست د راپور وړاندې کولو څخه د مننې تر څنګ وویل چې د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې سپارښتنو کره وخت او د ادارو مسؤلیتونه دې په سمه توګه روښانه شي او ټولې دولتي ادارې دې خپلې اړوندې چارې تر سره کړي.
په ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې له لوري له ارزونې څخه مخکې د افغانستان حکومت خپله یوه ارزونه وکړي څو تر سره شوي او پانې کارونه روښانه شي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې سپارښتنو د څارنې او پلي کیدو کمېټه د جلالتماب ولسمشر د فرمان له مخې د مالیې وزارت سرپرست په مشرۍ د افغانستان بانک د رئیس، د مالي پالیسۍ او لوی اقتصاد رئیس، د مالیې وزارت د حقوقي بورډ د رئیس، د مالي شخړو حل کمېسیون د رئیس او د افغانستان بانک د معاملاتو تحلیل او مالي راپور ورکولو مرکز عمومي آمر په غړیتوب جوړه شوې ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS