د افغانستان لپاره د انګلستان نړیوالې پراختیایې مرستو ادارې له رئیس سره د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د پیژندنې خبرې

admin_mof
Sun, Apr 19 2020 12:20 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وري میاشتې په ۳۰ نېټه د افغانستان لپاره د انګلستان نړیوالې پراختیایې مرستو ادارې له رئیس ښاغلي هیو واکر، سره د ویډیو کنفرانس له لارې بحث او خبرې وکړې.
په دې خبرو کې، د افغانستان لپاره د انګلستان نړیوالې پراختیایې مرستو ادارې رئیس ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارلو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې په دې ستونزمن وخت، د کرونا ویروس د خپریدو ګواښ او د روان کال په پای کې د افغانستان لپاره د پراختیایې کنفرانس جوړیدل یو لوی مسؤلیت دی او زه ډاډ لرم چې تاسو یې په سمه توګه مدیریت کولی شئ. نوموړي ژمنه وکړه چې هیواد یې د پخوا په شان د افغانستان له حکومت او مالیې وزارت سره همکاري کوي او په روان کې په دریو برخو؛ د کرونا له ویروس سره د مبارزې، د پوهنې په برخه کې همکارۍ او بشردوستانه مرستو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د مالیې وزارت سرپرست په اوسنیو شرایطو کې د انګلستان هیواد په ځانګړی توګه د یاد هیواد د نړیوالې پراختیایې مرستو ادارې د مرستو له دوام څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس له خپریدو سره د مبارزې لپاره مشخص پروګرامونه تر لاس لاندې لري او غواړي چې د اړتیا وړ اقتصادي بستو له لارې له خلکو سره مرستې وکړي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې یاد وزارت له نورو دولتي ادارو سره په همغږۍ کار کوي څو د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس لپاره چې ټاکل شوی ده په ژنو ښار کې جوړ شي اړینې لاسته راوړنې تر لاسه کړي. د افغانستان لپاره د انګلستان نړیوالې پراختیایې مرستو ادارې رئیس وویل چې نوموړی له نورو مرستو کوونکو سره په اړیکه کې ده او هیله مندي یې وښوده چې یاد کنفرانس به د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري

خبر

په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې اغلی ناهید سرابي هم شتون درلود ویې ویل چې د افغانستان کابینې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره پروګرامونه منظور کړي دي. نوموړې زیاته کړه موږ په دې کار کو چې څه ډول کولی شو د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لارې د نړیوالې تولنې او د افغانستان د مرسته کوونکو مرستې تر لاسه کړو

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS