مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال سره په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو په ساتلو او صادرولو خبرې وکړې

admin_mof
Tue, Apr 21 2020 7:54 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن غویې میاشتې په ۲ مه نېټه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري سره وکتل.
په پیل ښاغلي غفوري، د هیواد کرنیزو محصولاتو په اړه د مالیې وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د افغانستان حکومت باید روان کال د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره مخکې له مخکې تدابیر ونیسي ځکه چې د دوبي فصل تر رارسیدو پورې کرنیز محصولات په هیواد کې مصرفیږي او له هغه وروسته یاد محصولات زیاتیږي او اړتیا ده چې صادر شي او یا هم په عصري ځایونو کې وساتل شي.
نوموړي وویل چې په دې اړه له خصوصي سکټور هم خبرې شوې او اړتیا ده چې سره له اوسه یې کارونه پیل شي همداشان د کرنیزو محصولاتو په تعرفې او ورته نورو مسایلو هم باید اړینې پریکړې وشي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې روان کال له ستونزو سره مل کال دی او اړتیا ده چې د کرنیزو محصولاتو ضایع کیدو څخه د مخنیوي لپاره جامع پلان جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې د یادو محصولاتو د زیرمه کولو لپاره دې منظم مالي پلان چمتو شي څو بودیجوي مسایلو ته یې مناسبه حل لاره پیدا کړو. ښاغلي ارغندیوال وویل چې د هیواد استراتیژیکو ذخایرو لپاره د غنمو او اوړو د واردولو لپاره دې په یو میکانیزم هم کار وشي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د اړوندو ادارو تخنیکي ټیمونه دې په کرنیزو محصولاتو د تعرفې په ګډون په ټولو یادو مواردو هر اړخیز کار وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS