د بلخ ولایت د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت خپل فعالیتونه بیا پیل کړل

admin_mof
Fri, May 15 2020 11:25 AM
خبر

د بلخ ولایت د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت د غويي میاشتې په ۲۴ مه نېته پرانیستل شو او بیا یې خپلې کړنې پیل کړې.
په دې مراسمو کې د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د بلخ والي ښاغلي محمد اسحاق رهګذر، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري، د ازبیکستان جمهوریت سفیر ښاغلي یادګار خواجه شادمانوف، د خصوصي سکټور استازي ښاغلي جلال الدین سعید؛ او د اړوندو ادارو مسؤلینو او رئیسانو ګډون کړی وو.
په سرکې د بلخ والي ښاغلي محمد اسحاق رهګذر خبرې وکړې. نوموړي د مالیې وزارت له سرپرست اوجلالتمآب ولسمشر څخه مننه وکړه، چې له کورنیو صنایعو په ځانګړي توګه په ولایتونو کې د صنعت کارانو ملاتړ او زیاته پاملرنه ورته کوي. ښاغلي رهګذر زیاته کړه، چې د بلخ ولایت پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت یوه تاریخي فابریکه ده، چې فعالیت یې د تاریخي مثبت ذهنیت جوړولو ترڅنګ د کرنیزو تولیداتو د ودې او کارموندنې سبب ګرځي.
ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په دې مراسمو کې د دوست هیواد ازبیکستان جمهوریت له همکاریو د مننې ترڅنګ وویل:" د بلخ ولایت پنبې دانې او نباتي غوړیو د شرکت فعالیت پیل ځان بسیاینې او د کورنیو تولیداتو ودې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت د هڅو یوه برخه ده. یاد شرکت په ۲۴ ساعتونو کې د ۸ ټنه غوړیو تولیدولو وړتیا لري، په هغه صورت کې چې د بازار غوښتنه لوړه وي او په کافي اندازه خام مواد موجود وي، موږ کولی شو، چې د یاد شرکت د تولید وړتیا له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ټنو پوري په ۲۴ ساعتونو کې لوړه کړو. ښاغلی ارغندیوال زیاته کړه، چې مالیه وزارت د ټولو دولتي تصدیو او شرکتونو د فعالولو لپاره پلان لري او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکې کې د کندوز ولایت سپین زر شرکت په شپه او ورځ کې د ۱۰ ټنه نباتي غوړیو او د ګلبهار نساجي شرکت فابریکه په یوه کال کې د ۵۰۰ زره جوړو په ګنډلو سره په راتلونکي یوه کال کې په کار پیل وکړي.
د ازبیکستان جمهوریت سفیر ښاغلي یادګار خواجه شادمانوف وویل:" خوشحاله یم چې افغانستان نن د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې ستر ګام پورته کړ. نوموړي زیاته کړه، چې دې هیواد ته د جلالتماب محمد اشرف غني د سفر په مهال له هوکړې سره سم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو د ازبکستان جمهوریت د دې شرکت د فعالولو په برخه کې تخنیکي همکارۍ ترسره شوې دي" ښاغلي شادمانوف وویل، چې د دې شرکت په پرانیستو او ګټې اخیستو سره لسګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او له افغانستان سره د بنیادي تولیداتو د فعالولو لپاره مرسته کوي. نوموړي، د افغانستان او ازبکستان اړیکې تاریخي وبللې او له افغانستان سره یې د دې هیواد په همکاریو او مرستو ټینګار وکړ.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي حشمت الله غفوري وویل، چې موږ د کورنیو کرنیزو تولیداتو ودې او زیاتېدو ته ژمن یو او خوشحاله یم چې له کرنیزو محصولات په یاد شرکت کې ګټه اخیستل کېږي.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS