د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه

admin_mof
Tue, Jul 07 2020 8:40 AM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر ښاغلي وینای کمار سره په مالیې وزارت کې د پیژندنې ناسته وکړه.

په پیل کې د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارلو مبارکي ورکړه او ویې ویل چې هند له افغانستان سره په تېرو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د نورو هیوادونو په شان افغانستان هم د کرونا ویروس خپریدو له امله زیانمن شوی او زموږ هڅه داده چې له دې زیانونو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړو.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست له لومړني څخه د مننې تر څنګ وویل چې هندوستان د افغانستان له سترو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی او تل یې له موږ سره بشردوستانه مرستې کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې له کرونا ویروس سره مبارزه د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې ستاسو له مرستو څخه منندوی یو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS