د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته وشوه

admin_mof
Sun, Jul 12 2020 12:55 PM
خبر

د مالیې نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په مشرۍ د چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته په مالیه وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د دولتي شرکتونو د څار پلاوي رئیس هم شتون درلود، په پیل کې د اریانا افغان هوایي شرکت عامل پلاوي د باختر هوایي شرکت بیا رامنځته کېدو د پرمختګونو او د دې شرکت لپاره د بودیجوي اړتیاوو په تړاو مفصل معلومات وړاندي کړل. دارنګه د اریانا افغان هوایي شرکت عامل پلاوي زیاته کړه، چې د کویډ ۱۹ خپرېدو له کبله د یاد شرکت د پروازونو لغوه کېدو یو لړ ستونزې رامنځته کړي دي او د یاد شرکت د مالي ستونزو د حلولو په موخه د دولتي شرکتونو د څآر پلاوي اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده، څو د دې شرکت د مالي ستونزو حلولو لپاره تخنیکي ناسته وکړي او د حل لپاره یې مناسبه او بنسټیزه لاره د وروستیو پرېکړو لپاره د یاد پلاوي وروستۍ ناستې ته وړاندي کړي.

ورپسې د افغان پسټ عامل پلاوي، د افغان پسټ دولتي شرکت د پراختیا او عصري کولو طرحه ناستې ته وړاندي کړه او زیاته یې کړه، چې د پراختیایي طرحې په پلي کولو سره به هیوادوالو ته د کار چاره برابره شي او د یاد شرکت د عوایدو زیاتېدو سبب به وګرځي.

د دولتي شرکتونو د څار پلاوي د افغان پسټ دولتي شرکت د پراختیا او عصري کولو طرحه یوه اړینه اړتیا وبلله او کمېټه یې وګمارله څو د دې شرکت د پراختیا او عصري کولو طرحې شاملو شویو پروګرامونو لپاره د بودیجوي لومړیتوب او اړتیا په تړاو د دې شرکت له عامل پلاوي سره له نږدې کار وکړي او د پرېکړې لپاره دي خپل راپور د یاد پلاوي بلې ناستې ته وړاندي کړي.

په دې ناسته کې د انټرکانټینینټل هوټل عامل پلاوي، په ازاده سیمه کې د دې هوټل د رسټورانټ لپاره د فعالیت جواز اخیستو په اړه ناستې ته معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چې دې هوټل د عامې روغتیا وزارت له لار ښوونو سره سم د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.

همدا شان د افغان ګاز او برېښنا او کود تصدۍ عامل پلاوي، ناستې ته د دې تصدیو د کړنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندي کړل او د دولتي شرکتونو د څار پلاوي له لوري د دې دواړو تصدیو د ستونزو حلولو لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبر

د ناستې په پای کې د انجینرۍ او انرژۍ مشورو او د افغانستان د اوبو خدمتونو (واپیکا) ریاست، له بودیجوي واحدونو دولتي شرکت ته د دې ریاست د حقوقي شخصیت د بدلون طرحې په اړه ناستې ته معلومات ورکړل. د دولتي شرکتونو د څار پلاوي د دې ریاست د حقوقي شخصیت د بدلون طرحې له اورېدو وروسته د دې شرکت په رامنځته کېدو د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS