د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشونو پالیسۍ پلي کوونکې کمېټې د رهبرۍ ناسته جوړه شوه
د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشونو پالیسۍ پلي کوونکې کمېټې د رهبرۍ ناسته نن د چنګاښ میاشتې په ۲۵ مه نېټه د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ او د اقتصاد وزیر ښاغلي ډاکټر مصطفی مستور، د عدلیې وزیر ښاغلي عبدالبصیر انور او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي احمد نادر نادري په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د معاشونو رتب پالیسۍ د پلي کیدو په څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو.
د رهبرۍ کمېټې پریکړه وکړه چې د یادې پالیسۍ د پلي کیدو لومړیتوب دې (۶،۷،۸) بستونه او ښوونکي وي او د مالي تحلیل تخنیکي کمېټې ته یې دنده وسپارله څو د دې پالیسۍ پلي کیدو لپاره پوره مالي تحلیل تر سره کړي.
