د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې دویمه حاشیوي غونډه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ په اړه جوړه شوه

admin_mof
Tue, Jul 28 2020 10:55 PM
خبر

د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې دویمه حاشیوي غونډه نن د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي حمدالله محب او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې اغلی ډیبوره لیونز په ګډه مشرۍ د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ په اړه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ښاغلي شعیب رحیم، د افغانستان د سولې په چارو د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي استازي مرستیالې اغلی مولي في او د مدني ټولنې استازې اغلی حمیرا ثاقب له اصلي ویناوالو څخه و.

په پیل کې د هیواد د ملي امنیت سلاکار د سولې تامینول د ودې لپاره اساسي شرط یاد کړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت پایدارې سولې ته د رسیدو لپاره جدي اقدامات او اساسي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي او په دې برخه یې زیاتې هڅې کړي دي او له ځان څخه یې حسن نیت ښودلی دی. نوموړي زیاته کړه چې له سولې پرته پرمختګ او له پرمختګ پرته سوله نه شي تامینیدلی او دواړه یو د بل تکمیلونکي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي استازې وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې راتلو ته ژمن دي او موږ د افغانستان له حکومت سره له نږدې کار کو څو په دې هیواد کې سوله تامین شي.نوموړې زیاته کړه چې پراختیا باید داسې وي څو بیوزلۍ او بیکاري له منځه یوسي او افغانستان د ټول شموله او متوازنې اقتصادي ودې درلودونکی وي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار وویل چې باید پراختیایې کارونه داسې تنظیم شي څو د اوسنیو جګړو علتونو ته ځواب ویونکې وي او د خلکو لپاره کارموندنه پیدا کړي څو بیوزلۍ له منځه لاړه شي او د هیواد دښمنان ونشي کولی له خلکو څخه د جګړو په لیکو کې ګټه واخلي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي استازي مرستیالې وویل چې تمویلونکې ټولنه د افغانستان راتلوونکې لپاره ګډ لید لورې لري چې وکولی شي نړیواله ټولنه ځان ته مجنوب کړي. موږ په تېرو دو لسیزو کې د جمهوریت نظام ساتلو، د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو او جایګاه په برخو کې د افغانستان لاسته راوړنو د ساتلو غوښتونکي یو.

د اسیایې پراختیا بانک رئیس وویل چې د سولې تامین د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې موږ پراختیایې پروګرامونه د افغانستان لومړیتوبونو ته په کتو سره تمویلو څو د پایدارې سولې تامینولو په برخه کې مرسته وکړی شو.

خبر

په پای کې ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغانان هغه سوله غواړي چې تېرې لاسته راوړنې په کې خوندي شي او زیاته یې چې سوله او پراختیا د یو او بل تکمیلونکي دي او پراختیایې پروګرامونه باید داسې تنظیم شي چې په افغانستان کې د کارموندنې او بیوزلۍ کموالي سبب وګرځي او د افغانستان خلک وکولی شي اساسي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS