د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب (EATS) لپاره د مرستو دوه بستې تصویب کړې.

admin_mof
Thu, Aug 06 2020 9:07 AM

د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د کوویډ ۱۹ له کبله د منفي اقتصادي اغېزو سره د مبارزې په موخه د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب (EATS) لپاره له افغانستان سره د مرستو دوه بستې تصویب کړې.

د یادو پیسو له ډلې ۲۸۰ میلیونه امریکایي ډالره د ملي دسترخوان د ملاتړ، چې د بېوزلو او زیانمنو کورنیو د حمایت لپاره ځانګړې شوې دي، له دې ډلې ۱۵۵ میلیونه امریکایي ډالره د نړیوالې توسعې د انجمن (IDA) له لوري، چې د نړیوال بانک چتر لاندي فعالیت کوي او ۱۲۵ میلیونه امریکایي ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لوري چې د ۳۴ هیوادونو په استازیتوب یې نړیوال بانک په مدیریت کوي ورکول کېږي.

له نوموړې پروژې به په ټول افغانستان کې ۲،۹ میلیونه کورنۍ برخمنې شي، چې د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي تړون له لارې مخته وړل کېږي، همدا شان ۹۰ په سلو کې هغه قشرونه چې زیانونه یې لیدلي او ورځني عاید یې دوه ډالره او یا هم له هغه کم دي تر پوښښ لاندي راولي.

همدا شان د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو له کڅوړې، ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره ځانګړي شوي دي، ۵۵ میلیونه امریکایي ډالره یې د نړیوالې ودې ټولنې له لوري او ۴۵ میلیونه امریکايي ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق له لوري تامینېږي، چې د کوویډ ۱۹ د اغېزمن او غوره مدیریت او له اړمنو سره د مرستو لپاره د افغانستان له دولت سره مرسته شوې دي او موخه یې د لنډمهاله اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او زیانمنو قشرونو ته د خوراکي توکو وړاندی کولو ملاتړ دی. دغه پیسې به د کرنې په برخه کې د اوبولګولو د خدمتونو وړاندي کولو، بزګرانو ته د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو وېشلو په ځانګړي توګه غنمو چې د افغانستان د خلکو ۷۰ سلنه اصلي خوراکي توکی جوړوي ولګول شي. همدا شان به دغه پروژې په کلیوالو سیمو کې د لنډمهال لپاره د اوبو لګولو طرحې او کار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS