د افغانستان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام د تمویل لپاره د ۱۳۹۹ مالي کال پراختیایي بودیجه نه ده تنقیص کړې

admin_mof
Sun, Sep 20 2020 12:23 PM
خبر

د افغانستان حکومت د نړیوال بانک په ملتیا په هیواد کې د "ملي دسترخوان" په نامه پروګرام رامنځته کړ، چې موخه یې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له کبله له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کول دي.

د ملي دسترخوان پروګرام د ملاتړ لپاره د مرسته کوونکو له لوري چې له غیر اختیاري بودیجې کوم تنقیصات ترسره شوي دي، ۱۷ پروژې پکې شاملي دي، چې په ۱۶ پروژو کې یې د ۱۳۹۹ مالي کال له تخصیص شوې بودیجې هیڅ پیسې نه دي تنقیص شوي، بلکه هغه د ډونر د ژمنو له مجموعې څخه دي. یوازي یوه پروژه چې په هغه کې ۱۸ میلیون ډالره سپما شوې او د نوموړې پروژې له برخې یوازي ۲ میلیونه یې د ۱۳۹۹ مالي کال له بودیجې تنقیص شوې دي.

ترسره شوي تنقیصات په لاندې ډول دي:

  • هغه پروژې چې پیسې یې د ژمنو له مجموعې تنقیص شوي دي او په ۱۴۰۰ کال کې به د ډونر له لوري بیا اضافه شي – ۸ پروژې دي؛
  • هغه پروژې چې د هغو د ژمنو له مجموعې پیسې تنقیص شوي دي – ۲ پروژې·
  • هغه پروژې چې د مالي کال تر پایه بشپړېږي او پاتي پیسې یې تنقیص شوي دي. ۳ پروژې؛
  • هغه پروژې، چې د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې بشپړي او پاتي پیسې یې تنقییص شوي دي – ۱ پروژه؛
  •  هغه پروژې، چې د نه پرمختګ له کبله یې پیسې د ډونر له لوري تنقیص شوي دي – ۱پروژه؛
  • هغه پروژه، چې تراوسه د بودیجې په سند کې نه دي شاملې او د ژمنو له مجموعې تنقیص شوي دي - ۱ پروژه؛
  •  هغه پروژه چې په هغه کې ۱۸ میلیون ډالره سپما شوې او یوازي ۲ میلیونه یې د ۱۳۹۹ مالي کال له بودیجې تنقیص شوې دي- ۱ پروژه؛

حکومت په لاندې دلایلو د نړیوال بانک له روانو پروژو یادې پیسې تنقیص کړي دي:

دغو پروژو د ټکني پرمختګ له کبله ونه شوی کولی، تخصیص شوي پیسې په ټاکلې موده کې ولګوي، له همدې کبله د جلالتماب ولسمشر د هدایت له مخې په دې پروژو بیا کتنه وشوه او هغه پیسې یې چې له لګښته پاتي وې او یا د ټکني پلي کېدو له کبله د دغو پروژو پیسې تنقیص شوې.

همداشان یوه اندازه پیسې، چې له لګښته پاتې وې هم تنقیص شوي دي، د ۱۷ پروژو له ډلې چې معیاد یې پای ته رسېدلی او یا هم په نږدې راتلونکي کې پای ته رسېږې، نه لګول شوي پیسې یې تقیص شوې.

د یادو پیسو له تقیص وروسته د ملي دسترخوان پروګرام رامنځته شو، د ۳۳۵ میلیون امریکایي ډالرو له جملې ۲۸۰ میلیونه یې دې پروګرام ته ځانګړې شوې او ۵۵ میلیونه نور یې باقي پاتي دي، ځکه په هغو ولسوالیو کې چې امنیتي ګواښ پکې ډېر دی او د دې پروګرام پلي کول پکې ګران ښکاري، د ملي دسترخوان پروګرام په پام کې نه دی نیول شوی، اوس مهال نړیواله ټولنه او نړیوال بانک د دغه نا امنه ولسوالیو د شاملولو غوښتنه کړي ده، چې د دغه ولسوالیو په شاملېدو سره به د ملي دسترخوان بودیجه له ۲۸۰ میلیونه ۳۰۰ میلیونه او یا له دې زیاته شي او پاتي پیسې به له نړیوال بانک سره وي، چې د نویو او یا هم د اوسنیو پروژو لپاره به ځانګړي شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS