د عامه او خصوصي مشارکت د لمریزي او بادي برېښنا د څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

admin_mof
Thu, Sep 24 2020 11:42 AM
خبر

د روان ۱۳۹۹ کال د تلي میاشتي په ۲ مه نېټه په چهارچنار ماڼۍ کې د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمداشرف غني، د ولسمشرۍ مانۍ لومړي مرستیال جناب امرالله صالح، د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت شازدافر ښاغلي راس ویلسن په حضور د لمریزې او بادي برېښنا د څلورو پروژو قراردادونه د زولرستان، فیلان انرژۍ، کواترو شرکت او ۷۷ ترکي کمپنیو سره لاسلیک شول.

یاد قراردادونه چې د ماليې وزارت اړوند د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست له لوري د افغانستان برېښنا له شرکت سره په همغږۍ نهايې شوي وو، ټولټال ظرفیت یې تر ۱۱۰ میګاواټو پورې رسیږي چې پکې د عامه او خصوصي مشارکت پر بنسټ ۱۶۰ میلیونه ډالره پانګونه کیږي.

خبر

په دغو پروژو کې چې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي اداره یې تمويلوي په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ، د کابل نغلو د اوبو پر بند څرخېدونکې لمریزې برېښنا انرژۍ ۲۰ میګاواټه، په هرات ولایت کې د ۲۵ میګاواټه بادي او ۲۵ میګاواټه لمریزې څرخېدونکې برېښنا پروژې شاملې دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS