د مالیې وزارت اداري مرستیال د ځینو مستوفیتونو کړنې او اجراآت وارزول

admin_mof
Sat, Sep 26 2020 9:54 AM
خبر

د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د استازي په حضور کې د بامیانو، زابل، تخار، ارزګان، غزني او سرپل ولایتونو له مستوفیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت بشري سرچینو رئیس، د عوایدو او ګمرکونو د ولایتونو د چارو سمون رئیس، د خزاینو عمومي ریاست استازي او د مستوفیتونو اداري سلاکار حضور درلود، د ملي عوایدو راټولېدو په برخه کې د مستوفیتونو کړنې، د مالي پلانونو تحقق، د نویو عایداتي سرچینو پیدا کول، د تېرو کلونو د باقیاتو تصفیه، په اړوندو ولایتونو کې د پراختیایي او عادي بودیجې لګښت، په اړوندو ولایتونو کې له ادارو او مؤسسو سره همغږي، کاري شریکانو ته په وخت او چټک خدمتونه وړاندې کول، د بشري سرچینو د وضعیت په شمول اداري چارې او تر اثر لاندې کارکوونکو د وړتیا لوړول او نور اړوند اړخونه و ارزول شول.

خبر

په دې ناسته کې یادو مستوفیانو د ۱۳۹۸ مالي کال د کړنو او اجراآتو راپورونه وړاندې کړل او د ارزونې کمېټې د غړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د ارزونې کمېټې د مستوفیانو د راپور او پوښتنو له اورېدو وروسته د هغوی کړنې او فعالیتونه و ارزول او د هر یوه په اړه یې لازمې پریکړې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS