د مالیې وزارت لاسته راوړنې او د هیواد مالي وضعیت څرنګوالی د سیمینار په بڼه په جهان خصوصي پوهنتون کې وړاندې شو
د مالیې وزارت لاسته راوړنې، د هیواد مالي وضعیت څرنګوالی او د حکومت او مالیې وزارت راتلونکی اقتصادي وضعیت نن د تلې میاشتې په ۸ مه نېټه د سیمینار په بڼه د جهان خصوصي پوهنتون ښوونکو او محصلینو ته وړاندې شو.
په دې سیمنار کې د مالیې وزارت اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي، د دې پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمد سالم حمیدي، د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي حنیف الله بشر او د دې پوهنتون یو شمېر ښوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.
د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي حنیف الله بشر، د مالیې وزارت د لاسته راوړنو او د ځواب ورکړي اصل ته د ژمن پاتي کېدو له کبله له یاد وزارت څخه د مننې ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل، چې د دې ډول سیمینارونو ترسره کول د افغانستان له مالي اصلاحاتو او لاسته راوړنو د محصلینو وړتیا لوړولو سبب ګرځي او محصلین کولی شي د حکومت او په ځانګړي ډول د مالیې وزارت له اقتصادي فعالیتونو پوهاوی ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې موږ د دا ډول پروګرامونو ترسره کولو ته لېواله یو او دا ګام د مالیې وزارت او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ یو اغېزمن ګام ګڼو.
د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروز خان مسجدي، د مالیې وزارت موخې، لاسته راوړنې، اقتصادي لرلید او پلانونه محصلینو ته روښانه کړل او ویې ویل، مالیې وزارت په دې هڅه کې دی، چې د اصلاحاتو پلي کولو، له فساد سره مبارزې او له کورنیو سرچینو څخه د ملي بودیجې ترتیبولو له لارې تدریجي ځان بسیاینې ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د کرونا ویروس اقتصادي وده او زموږ د ملي عوایدو راټولول له ځنډ سره مخ کړي دي او د سوداګریز رکود سبب ګرځېدلي دي، خو له دې سره بیا هم موږ هڅه کوو چې د روان مالي کال ترپایه ټاکل شوي مالي هدف ته ورسېږو.
ښاغلي مسجدي زیاته کړه، چې مالیې وزارت هڅه کوي څو شته سیستمونه برېښنایي کړي او په دې کې انساني ښکېلتیا را کمه او روڼتیا زیاته کړي.
د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس ترسره کېدو په اړه وویل، چې یاد کنفرانس به د ۲۰۲۰ کال نوامبر میاشتې په ۲۳ او ۲۴ مه نېټه په جنیوا کې ترسره شي، د عطف ټکی یې په افغانستان کې سوله، سوکالي او ځان بسیاینه ده. د دې کنفرانس موخه د افغانستان د ثبات او پراختیا په اړه د نړیوالو او افغانستان ژمنې نوي کول، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ مو کلونو لپاره د ګډو موخو په تړاو هوکړه او د افغانستان لپاره د مالي ملاتړ د پراختیایي همکاریو همغږي ده او دا د پراختیا او ثبات ته د رسېدو په تکل د افغانستان لپاره ښه فرصت دی.
ښاغلي مسجدي زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخي د اکاډمیکو بنسټونو د محصلینو په شمول د اطلاعاتو غوښتونکي اړتیا نه لري چې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره عریضه وکړي، هرکله چې متقاضیانو د مالیې وزارت له اړوندو برخو د معلوماتو غوښتونکي شول له دوی سره به هر اړخیزه همکاري وشي.
همدا شان په دې سیمینار کې د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس، د سیستم جوړونې، اصلاحاتو پلي کولو، له فساد سره د مبارزې، د سیمې له هیوادونو سره د سیمه ایزې او ټرانزیټي همکارۍ او د روان کال نوامبر په میاشت کې د جنیوا کنفرانس په شمول د مالیې وزارت په نړیوالو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات وړاندي کړل او د محصلینو او ښوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د دې سیمنار په پای کې د جهان پوهنتون مشرتابه د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند او ورسره همکارانو ته ستاینلیکونه ډالۍ کړل.
