مالیې وزارت ملت ته د حکومت حساب ورکولو ملي پروګرام تر عنوان لاندې د ۱۳۹۷ مالي کال لاسته راوړنې او ۱۳۹۸ مالي کال پلانونه له خلکو سره شریک کړل

Anonymous (not verified)
Wed, Apr 10 2019 1:36 PM
کنفرانس مطبوعاتی

د مالیې وزارت مالي معین ښاغلي زاهد همدرد، نن د وري میاشتې په ۲۱ مه نېټه ملت ته د حکومت حساب ورکولو ملي پروګرام تر عنوان لاندې د مالیې وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال لاسته راوړنې او ۱۳۹۸ مالي کال پلانونه د حکومت رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له ولس سره شریک کړل.

پروګرام د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غتي، په پیغام او د عامه اړیکو او استراتیژۍ په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي وحید عمر په خبرو پیل شو او ښاغلي زاهد همدرد، د دې کنفرانس له لارې د ۱۳۹۷ مالي کال د عوایدو په وضعیت، د خلکو د لومړيتوب، اغېزمنتوب او ګټورتوب په نظر کې نیولو سره د پراختیایي بودیجې په لګښت، اصلاحاتو پلي کول، سیستم جوړونه، له فساد سره مبارزه، په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کول، د اقتصاد عالي شورای په کړنو، دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو او سیمه ایز اتصال، له مرسته کوونکو سره د اغېزمنې همغږۍ او اړیکو په ټینګولو، د مالي ځان بسیاینې په ستراتېژۍ او د مالیې وزارت ۱۳۹۸ مالي کال د پلانونو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

 

کنفرانس مطبوعاتی

ښاغلي همدرد، اطلاعاتو ته د لاسرسي او له هغه څخه د مالیې وزارت ملاتړ تر څنګ وویل:" د ۱۳۹۷ مال کال بودیجې سند کې هدف ۱۷۲ میلیارده افغانۍ ټاکل شوی وو، چې له نېکمرغه مالیې وزارت د همدې مالي کال تر اخره وکولی شول ۱۸۹ میلیارده افغانۍ را ټولې کړي، چې د ملې بودیجې سند ټاکل شوي هدف په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي او د مخکني حکومت په پرتله ۹۰ سلنه زیاتوالی ښیي. همدا شان د مالیې وزارت پراختیایي بودیجې لګښت له ۴۴ سلنې ۹۵ سلنې ته لوړ شوی."

د مالیې وزارت مالي معین زیاته کړه: " له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو پراختیا زموږ له موخو څخه ده، چې موږ د ۵ میاشتو په اوږدو کې وکولی شول، د انرژۍ، رېل کرښې، سوداګرۍ، پانګونې او ګمرکونو په برخه کې پنځه پروتوکولونه او هوکړه لیکونه له بېلابېلو سیمه ایزو هیوادونو سره لاسلیک کړو، همدا شان مو وکولی شول جینوا کنفرانس په بریا سره ترسره کړو."

د مالیې وزارت مالي معین زیاته کړه:" ځان بسیاینې ته د رسېدو ستراتېژې مو چمتو کړې، چې په پلي کېدو سره به یې تر ۲۰۲۵ کال پوري ۸ میلیارده ډالرو عوایدو، تر ۲ میلیارده امریکایي ډالرو د صادراتو حجم او تر ۲۰۲۴ کال پوري د ناخالصو تولیداتو ۸ سلنه ودې ته لاسرسی ولرو او موږ ځینو ستراتېژیکو موخو ته د رسېدو او ځان بسیانې ته د خوځښت لپاره د مالي چټکتیا ( د حکومت د پانګونې) یوه بسته  چمتو کړي ده."

همدا شان ښاغلي همدرد، د ځینو ستونزو او په لاره کې پرتو خنډونو یادونه وکړه او د حل لارو چارو ته یې اشاره وکړه. د کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتنوته ځوابونه وویل شول.

.

کنفرانس

د یادونې وړده، د حکومتي بنسټونو له لوري ملت ته د ځواب وینې په تړاو، د جلالتمآب ولسمشر، د حکم پر بنسټ او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دویمې مادې له مخې ټول وزارتونه او خپلواک بودیجوي واحدونه مکلف دي، چې د مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې خپلې لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه له ملت سره شریک کړي او د خپلو کړنو راپورونه د ټولنیزو رسنیو له لارې منعکس کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS