د مالیې وزارت سرپرست: افغانستان د چاپېریال په ککړتیا کې تقریبآ رول نه لري

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 14 2019 9:26 AM
پنل

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستې په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د چاپېریال ساتنې په پنل کې ګډون وکړ.

په دې پنل کې د هیمالیا یخچالونو د اوبه کېدو او په اقتصاد یې د بد اغېز، طبیعي پېښو، د سویلي او ختیزې اسیا هیوادونو د اوبو په کمښت، له دې کړکېچه د وتلو په لارو چارو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

د مالیې وزارت سرپرست یادونه وکړه، چې افغانستان د چاپېریال ساتنې په تخریب کې لږ رول لري خو له دې اړخه زیات ځپل کېږي، نوموړي د نړۍ له هیوادونو وغوښتل څو په دې کړکېچ باندي د برلاسي کېدو لپاره چې افغانستان ته یې هم زیان اړولی له دې هیواد سره مرسته وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS