د سیمه ایزې همکارۍ چوکاټ جوړولو په تړاو د افغانستان، تاجیکستان او پاکستان درې اړخیزه ناسته

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 14 2019 9:52 AM
نشست سه جانبه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د نړیوال بانک د استازي په وړاندي د پاکستان د مالیې له وزیر او تاجیکستان هیواد له استازي سره درې اړخیزه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د سیمه ایزې همکارۍ چوکاټ په جوړېدو او په راتلونکي کې د تخنیکي بحثونو لپاره د زمینې په برابرولو، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادله، سیمه ایزه نښلونه او همکاریو، هندوستان او سویلې اسیا ته د واګه بندر له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد او نورو مسائلو په تړاوه درې اړخیزه خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.

د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، موږ اړتیا لرو چې د اړیکو ښو پراخولو لپاره سیمه ایزې همکارۍ له کوچنیو موضوعاتو څخه پیل او په تدریجي توګه یې سترو موضوعاتو ته پراخې کړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS