د مشارکت او پراختیا په موخه د افغانستان او اروپایې ټولنې د ګډې کاري کمېټې دویمه ناسته جوړه شوه
د مشارکت او پراختیا په موخه د افغانستان او اروپایې ټولنې د ګډې کاري کمېټې دویمه ناسته د مشارکت او پراختیا لپاره د افغانستان او اروپایې ټولنې د همکاریو هوکړه لیک سره سم نن د غویې میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي او د اسیا پاسیفیک لپاره د اروپایې ټولنې اجرائیوي رئیس ښاغلي ګونر ویګند په ګډه مشرۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان او اروپایې ټولنې په روستیو تحولاتو، د دوه اړخیزو اوږدمهاله همکاریو په پیاوړتیا، د پراختیایې، سوداکرۍ، پانګونې، ښې حکومتولۍ، بشري حقونو، د ښځو حقونو، ګډوالۍ او د بشردوستانه حقونو په برخو په همکاریو، په افغانستان کې د دیموکراسۍ په پیاوړتیا او د راتلوونکو ټاکنو په تر سره کیدو، د سولې په پروسې، د سیمه ایزو او نړیوالو همکاریو په پراخوالي او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او اروپایې ټولنې ګډه کاري کمېټه د مشارکت او پراختیا لپاره د همکاریو هوکړه لیک د پلي کیدو څخه چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او اورپایې ټولنې تر منځ لاسلیک شو، څارنه کوي. د افغانستان او اروپایې ټولنې لومړنۍ ګډه کمېټه په ۲۰۱۸ کال کې په بروکسل کې جوړه شوه او ټاکل شوې ده چې راتلونکې کمېټه به هم په ۲۰۲۰ کال کې په بروکسل کې جوړه شي.
