مالیې وزیر د اسیا پاسیفیک لپاره د اروپایي ټولنې له اجرائیوي رئیس سره وکتل

Anonymous (not verified)
Tue, May 14 2019 3:11 PM
اتحادیه اروپا

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمدهمایون قیومي، د غویي میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مشارکت او پراختیا لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې دویمې ګډې کمېټې په ناسته کې د ګډون په مهال د اسیا پاسیفیک لپاره د اروپایي ټولنې له اجرائیوي رئیس ښاغلي ګونر ویګند، سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د اروپایي  ټولنې رئیس ښاغلي پییر میادون، هم شتون درلود، د دوه اړخیزه ژمنو په څېړنه، له افغانستان سره د اروپایي ټولنې په مرستو، د افغانستان مالي او اقتصادي ځان بسیاینې په ستراتېژۍ، د حکومت او خلکو لومړیتوب په نظر کې نیولو سره د مرستو په جلب، د کرنې ودې لپاره په عملي ګام  پورته کېدو، د استوګنځایونو او انرژۍ په جوړېدو او نورو وړ مسائلو په تړاو هر اړخیز بحث وکړ.
د مالیې وزارت سرپرست، اروپایي ټولنه د افغانستان له مهموو شریکانو وبلله او د دوی له سخاوتمندانه مرستو چې د هیواد لومړیتوب په نظر کې نیولو سره د ملي بودیجې له لارې ترسره کېږي ډېره مننه وکړه.
د اسیا پاسیفیک لپاره د اروپایي ټولنې اجرائیوي رئیس، اروپایي ټولنه د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي شریک وباله او د مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS