د کرنیزو صنایعو چوکاټ لومړنۍ ناسته وشوه

admin_mof
Thu, Jun 27 2019 10:31 AM
د کرنیزو صنایعو چوکاټ لومړنۍ ناسته وشوه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د چنګاښ میاشتې په ۵ مه نېټه د کرنیزو صنایعو چوکاټ لومړنۍ ناسته په ولسمشرۍ  ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې د اوبو لګونې، کرنې او مالدارۍ وزیر ښاغلي نصیر احمد دوراني، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست ښاغلي اجمل احمدي، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي شبهام چوهدري، د افغانستان د مرسته کوونکو بنسټونو استازو او د اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو، د کرنیزو صنایعو په چوکاټ، کرنیزو تولیداتو په وضعیت، د کرنیزو محصولاتو د اغیزمن تامین لپاره د یوه ځنځیري مډل په وړاندې کولو، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په ښه کېدو، د دې سکټور په مالي مدیریت، په دې برخه کې د حکومت او مرسته کوونکو په پانګونه، د باریک آب، بلخ، ننګرهار او هرات کرنیزو پارکونو په پراختیا، د کرنیزو صنایعو په برخه کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کولو په زیاتېدو او د امید پروژې په پراختیا، د کرنیز سکټور له لارې په کارموندنې، د کرنیزو صنایعو لپاره د وړ چاپېریال په رامنځته کېدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د کرنیزو صنایعو چوکاټ لومړنۍ ناسته وشوه

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS