د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره په یو شمېر اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 30 2019 4:23 PM
ایران

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په شمېر اقتصادي موضوعاتو، چابهار بندر کې د افغان سواګرو په شته ستونزو، د خواف – هرات ریل پټلۍ په جوړیدو، د ابونصر فراهي ګمرک د ستونزو په حلولو، د مرزي بازارچو په پراخوالي، د ایران له لارې نورو هیوادونو ته د افغانستان د کرنېزو محصولاتو په ځانګړې توګه د هندواڼو په صادرولو او په یو شمېر نورو اړوندو مسایلو  بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

همداشان دواړو لوریو په نږدې راتلوونکې کې ایران هیواد ته د افغانستان د ګمرکي پلاوي په سفر او هلته له ګمرکونو او سرحدي برخو کې په ګډې لیدنې هم خبرې وکړې.

د ایران اسلامي جمهوریت سفیر په نږدې راتلوونکې کې افغانستان ته د خپل هیواد د نیرو وزیر چې د افغانستان – ایران تر منځ د ګډ اقتصادي او سوداګرۍ کمېیسیون رئیس هم دی، خبر ورکړ او تر څنګ یې د مالیې وزارت له سرپرست څخه یې هم غوښتنه وکړه چې د چابهار بندر په اړه د خبرو موخه ایران ته سفر وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS