د عوایدو او ګمرکونو معین کندهار ولایت ته د سفر په مهال د سپین بولدک د ګمرک او د دې ولایت د صنعتي فابریکو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه

admin_mof
Sun, Jul 07 2019 12:16 PM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، د چنګاښ میاشتې په ۱۵ مه نېټه کندهار ولایت ته د یوه پلاوي په مشرۍ سفر وکړ، د کندهار له والي سره د لیدو ترڅنګ یې د سپین بولدک د ګمرک او د دې ولایت د صنعتي فابریکو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، او د کندهار والي ښاغلي حیات الله حیات، د ګمرکونو او د دې ولایت د مستوفیت په مختلفو چارو، لکه د عوایدو لوړېدل، د عوایدو له اتلافه د مخنیوي، د ګمرکونو او مستوفیت په چارو کې د اصلاحاتو چټکتیا او نورو موضوعاتو په هکله خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

همداراز د عوایدو او ګمرکونو معین د سپین بولدک سرحدي ګمرک له مختلفو برخو لیدنه وکړه او د چارو ښه پرمختګ لپاره یې اړینې لارښوونې ورکړې.

ښاغلي رقیبي، له سوداګرو سره په لیدنه کې وویل، چې هڅه به وکړي، څو سپین بولدک په یوه سوداګریز مرکز بدل کړي. د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین، د ملي سوداګرو د ستونزو اورېدو ترڅنګ له هغوی څخه غوښتنه وکړه، چې مالیې وزارت سره د قانون پلي کېدو، د ګمرکي عوایدو را ټولېدو او اسانتیاوو رامنځته کېدو په برخه کې همکاري وکړي.

خبر

په دې سربېره، د عوایدو او ګمرکونو معین په کندهار کې له دوو صنعتي فابریکو هم لیدنه وکړه.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS