د مالیې وزارت سرپرست د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک په څلورمه کلنۍ ناسته کې د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژي وړاندي کړه

admin_mof
Sat, Jul 13 2019 10:54 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک په څلورمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه لوګزامبورګ ته سفر وکړ، د نوموړي بانک څلورمه ناسته د دوو ورځو لپاره د چنګاښ میاشتې له (۲۱- ۲۲) نېټې پوري په لوګزامبورګ ښار کې ترسره شوه.

په دې ناستو کې به د اسیا او اروپا د نښلونې په شمول، د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو په نښلونه چې د هیوادونو د ډېرې همغږۍ له لارې تحقق پیدا کوي، بحث او د نظرونو تبادله وشي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست به په دې ناستو کې په افغانستان کې د عظیمې پانګونې د ظرفیت په هکله خبرې وکړي، همدا شان ټاکل شوې ده، چې نوموړی د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک له رئیس ښاغلي جین لیقون، سره هم وګوري. ښاغلی قیومي، به په دې لیدنه کې د سترو ملي پروژو د پلي کېدو په تړاو د بحث کولو ترڅنګ، اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د افغانستان د پانګونې بسته هم وړاندي او روښانه کړي.

په دې سربېره ټاکل شوې ده، چې د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان حکومت د پانګونې بستې ته د تحقق ورکولو  لپاره د مالي همکاریو او پانګونې جذب په موخه د یو شمېر هیوادونو له چارواکو سره د ناستو په څنډو کې وګوري.

د یادونې وړ ده، چې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک، سترې بنسټیزې پروژې لکه، لمریزه انرژي او د( افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، ایران او چین) رېل کرښه هم تمویلوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS