د مالیې وزارت سرپرست: د ځان بسیاینې اقتصادي ستراتېژۍ او مالي پانګونې بستې له وړاندي کولو څخه زموږ موخه د اقتصادي پراختیا تضمین او د افغانستان پایداره وده ده
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، چې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک په څلورمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه یې لوګزامبورګ ته سفر کړی، د چنګاښ میاشتې په ۲۲ مه نېټه یې د یادو ناستو په څنډه کې د اروپا د پانګونې بانک (EIB) له مرستیال، چې د دې بانک نورو چارواکو هم شتون درلود وکتل.
ښاغلي قیومي، په دې کتنه کې له هغوی سره د افغانستان په اړینو او بالقوه پروژو په ځانګړي توګه هغه پروژې چې افغانستان د انرژۍ، کانونو، اوسپنې کرښې او ډیجټلي اړیکو له اړخه په ځان بسیا کوي، بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دا شان د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه کې په هغې بستې چې د جلالتمآب جمهور رئیس له لوري د جینوا په کنفرانس کې د افغانستان چټکې ځان بسیاینې پروګرام په تړاو پیشنهاد شوې وه، مالي ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د ۸.۷ میلیارده افغانیو پانګونې په بستې، راتلونکو پلانونو، د افغانستان او د اروپا پانګونې بانک ترمنځ په هوکړه لیکونو او د نوموړي بانک د همکاریو په تړاو دوه اړخیزه بحث وکړ.
د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل، چې د اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژۍ او مالي پانګونې له بستې وړاندي کولو څخه زموږ موخه د افغانستان اقتصادي پراختیا او پایداره ودې تضمین دی.
د یادونې وړ ده، چې د اروپا پانګونې په بانک (EIB) کې د اروپایي ټولنې ۲۸ هیوادونه غړیتوب لري، دغه بانک په یوه مهال یو بانک او هم مؤسسه ده، دغه بانک هغه پروژې چې اقتصادي ودې، کارموندنې، د بېخ بنسټو پیاوړتیا او استوګنې چاپېریال سره مرسته کوي تمویلوي او نوموړی بانک د اروپایي ټولنې په غړو هیوادونو او نړۍ کې پانګونه کوي.
