د مالیې وزارت او اغاخان پراختیایي بنسټ ترمنځ بدخشان ولایت ته د ۶۳۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژې قرارداد لاسلیک شو

Anonymous (not verified)
Mon, Jul 22 2019 5:50 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، او اغاخان پراختیایي بنسټ اجرائیوي رئیس ښاغلي لطاف کاسم، ترمنځ بدخشان ولایت ته د ۶۳۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژې قرارداد نن د چنګاښ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې لاسلیک شو.

د قرارداد لاسلیکولو په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي امان الله غالب، په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازو، په افغانستان کې د اغاخان پراختیایي شبکې استازې اغلې نورجهان مواني، د مالیې وزارت رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست د قرارداد لاسلیکولو په اړه وویل:" د عامه او خصوصي مشارکت له لارې خصوصي پانګونه او د انرژۍ په برخه کې خپلواکي د حکومت پالیسي او موخه ده. بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې په پروژه کې د لېږد کرښې جوړښت، د تولید او وېش شبکې او د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو برېښنا پراخول شامل دي."

خبر

نوموړي زیاته کړه:په ټولیزه توګه نوموړې پروژه کې د ۹۱ میګاواټه برېښنا تولید، د ۱۱۰ کلیو ولټه برېښنا لېږدولو کرښه او د بدخشان ولایت ټولو ولسوالیو ته د برېښنا وېشل شامل دي، چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي.

د اغاخان بورډ اجرائیوي بورډ رئیس وویل:" موږ ته دغه قرارداد ډېر ارزښتمند دی، بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې پروژې پلي کول، د دې ولایت د خلکو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ په نورو بنسټیزو سکټورونو هم اغېز لري. موږ غواړو د افغانستان له حکومت سره په ګډه دغه پروژه پلي کړو کړو."

خبر

د یادونې وړده، چې د دې پروژې د قرارداد موده ۳۰ کاله ده او په څو پړاوونو کې به پلي شي او هر پړاو یې اووه کاله نیسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS