افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په پیاوړې کولو او زیاتوالي ټینګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۱ - ۱۸:۴۵
جلسه افغانستان و ازبکستان

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د دوست هیواد ازبکستان له لوړ پوړي اقتصادي پلاوي سره چې مشري یې د یاد هیواد د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي بدرالدین عابدوف کوله، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او زیاتوالي تر څنګ د ګمرکونو په چارو، نساجي، انرژۍ، کانونو، نفت او ګازو، ریل پټلۍ، سوداګري، ټرانزیټ، لوړو زده کړو او کرنې سکټورونو په تړاو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې بحث او خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست نوموړي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وویل: په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان دوه اړخیزه اړیکې په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلی او موږ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پیاوړي کېدو غوښتونکي یو. نوموړي زیاته کړه: نن د افغانستان د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کې درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک کېږي او دا هوکړه لیکونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوی څپرکی پرانیزي. د مالیې وزارت سرپرست د ازبکستان لوري ته د افغانستان په شمالي سیمو کې د نفتو ژورو څاګانو کیندلو، د برېښنا انرژۍ تولید او وېشلو، سوداګرۍ او ټرانزیټ، خصوصي سکټور ته د سوداګرۍ او صنایع خونې له لارې د یاد هیواد د همکاریو غوښتنه وکړه. همدا شان نوموړي، د دوست هیواد ازبکستان له مرستو څخه هم مننه وکړه.

جلسه افغانستان و ازبکستان

د ازبکستان د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال د خپل هیواد د نېکو پېرزوینو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، چې  هیواد یې د افغانستان حکومت له ټولو پالیسو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، افغانستان او ازبکستان له هر بل وخته دوستانه اړیکې لري او د پراختیا په حال کې دي. مخکني او د نن ورځې هوکړه لیکونه د دې خبرې ښکارندویه دي. نوموړي د خپل هیواد په استازولۍ یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو په دوام ډاډ ورکړ.

همدا شان په دې ناسته کې د یادو هوکړه شویو موضوعاتو ته د رسېدو په موخه د دواړو هیوادونو د پلاوو تخنیکي کاري ګروپونو هر اړخیز بحثونه وکړل.

جلسه افغانستان و ازبکستان

د ناستې په پای کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د نساجیو تاسیساتو د بیا فعالېدو، کانونو او جیولوجي، د دواړو هیوادونو د نړیوالو سوداګریزو خونو تر منځ د همکاریو په برخه کې درې هوکړه لیکونه او د دوه اړخیزه ګمرکي معلوماتو د شریکولو تخنیکي سند لاسلیک شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS