افغانستان او ګرجستان د ګمرکونو عصري کولو او پراختیا او د ګمرکي چارو دوه اړخیزه اداري همکاریو په برخه کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۳:۲۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ګرجستان هیواد ته سفر وکړ. د دې سفر په مهال د ګرجستان هیواد د ګمرکي توکو د ترخیص پروسو او ترافیکو د ثبت ادارې د لیدو تر څنګ، له ګرجستان سره یې د ګمرکونو عصري کولو او پراختیا او د ګمرکي چارو دوه اړخیزه اداري همکاریو په برخه کې دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.

خبر

له لاسلیک شویو هوکړه لیکونو، څخه موخه د سرحدي او محصولي ګمرکونو عصري کول، د افغانستان د ګمرکونو زیربناء پراختیا، د افغانستان په سرحدي او محصولي ګمرکونو کې د پرمختللو سیستمونو تطبیقول، د کورنیو سرحدي ګمرکونو د زیربناو په تړاو د مشورو وړاندې کول، د ګمرکي پروسو معیاري کولو په برخه کې د ګرجستان همکارۍ، د دواړو لوریو ترمنځ د ګمرکي پروسو همغږي کول، د ګمرکونو په برخه کې د علمي او تخصصي تجربو او ګمرکي اطلاعاتو راکړه ورکړه، د ګرجستان له لوري د افغانستان د ګمرکي کارکوونکو وړتیا لوړول او د افغانستان د ګمرکونو او مالیو ملي اکاډمۍ د تعلیمي نصاب بیا کتنه ده.

خبر

د یادونې وړده، چې د افغانستان او ګرجستان تر منځ یاد لاسلیک شوي هوکړه لیکونه د سوداګرۍ اسانتیاو او ګمرکي کنټرول په موخه لاسلیک شوي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS