افغانستان د پیسو له نړیوال صندوق سره په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره وکولی شول د مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام شپږ پړاوه ارزونه بریالۍ پای ته ورسوي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۹:۲۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د افغانستان پلاوي، د دوبۍ په ښار کې د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د چارو له مسؤل ښاغلي کریستوفر ډونالډ، په مشرۍ د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو او تخنیکي ډلې سره لیدنه وکړه.

د افغانستان پلاوي او د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ډلې د اعتباري اسانتیاوو تمدید (EFC) ترنامه لاندي پروګرام د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات د یوې اوونۍ (د ۱۳۹۸ تلې میاشتې ۱۱- ۱۸ پور) تر بررسۍ او غور لاندي ونیول.

په دې بررسۍ کې اقتصادي اصلاحات، د مالي سکټور اصلاحات او مدیریت، په بانکي سکټور کې اصلاحات، د ملي عوایدو راټولېدل، د ستر اقتصاد اغېزمن مدیریت، اقتصادي وده، له اداري فساد سره مبارزه، په کړکېچنو حالاتو کې پرمختګ ته لاسرسی او د افغانستان یو شمېر نور شاخصونه تر غور او ارزونې لاندي ونیول شول.

خبر

په پایله کې د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د اعتباري اسانتیاوو ترنامه لاندي پروګرام له اړخه د یادو شاخصونو په ترسره کېدو کې د افغانستان له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه، چې ویې کړی شول د نظر وړ شاخصونه په بریالۍ توګه بشپړ کړي. همدا شان باید د افغانستان حکومت د روان مابي کال تر وروستیو ځیني معیارونه هم بشپړ کړي، چې له تائید وروسته به د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوی، ۷،۴ میلیونه امریکایي ډالر د افغانستان حکومت ته ورکړي.چې د دې پروګرام په پای ته رسیدو به افغانستان ته د یاد بانک لخوا د تشویقي پیسو کچه ۴۴.۴ میلیونه امریکایې ډالرو ته ورسیږي.

د یادونې وړده، چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاوو په پروګرام کې ورګډ شو او دغه پروګرام شپږ پړاوونه لري. له ۲۰۱۶ کال راپدېخو افغانستان توانېدلی، چې شپږ پړاوه دوه اړخیزه ژمنې بریالۍ ترسره کړي. د هر پړاو په بشپړېدو افغانستان کولی شي ۶،۲ میلیون امریکایي ډالره ترلاسه کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS