افغانستان کولی شي جنوبي اسیا ته د مرکزي اسیا د برښنا په لیږدولو ستر اقتصادي فرصتونه تر لاسه کړي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۶:۲۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او په زېربناء چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د زمري میاشتې په ۵ مه نېټه سنګاپور کې د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک د انرژۍ برخې د کمیشنرانو په ناسته کې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې سویلي اسیا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد او د هیواد لپاره یې په اقتصادي ګټې، د انرژۍ د ټرانزیټ په مرکز د افغانستان په بدېلېدو، د لمریزې انرژۍ په پانګونې، د نغلو، سروبي او سلما په څیر په بندونو باندي د خوځنده لمریز سیستم په لګولو، په افغانستان کې د نوې کېدونکي انرژۍ زیاتېدو لپاره د وړ بستر په برابرولو او نورو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ د مالي پانګونې بستې ستره برخه د انرژۍ سکټور ته ځانګړې کړې. نوموړي د نړیوال بانک له کمیشنرانو وغوښتل چې پانګوال دي په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره وهڅوي. 

نوموړي زیاته کړه، موږ له واحدې ملي شبکې سره د افغانستان د ټولو برېښنایي جزیرو د بدلولو او نښلېدو په حال کې یو او هڅه کوو، څو په ټول هیواد کې د برېښنا انرژي کورونو او سوداګریزو مرکزونو ته ورسوو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS