افغانستان کې د اسیایي پراختیا بانک (ADB) د پروګرامونو بررسۍ ناسته وشوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۸ - ۱۱:۵۲
افغانستان کې د اسیایي پراختیا بانک (ADB) د پروګرامونو بررسۍ ناسته وشوه

افغانستان کې د اسیایي پراختیا بانک (ADB) د پروګرامونو بررسۍ ناسته د وري میاشتې په ۷ مه نېټه د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، په مشرۍ، د نوموړي بانک، د ټولګټو، اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې  په افغانستان کې د اسیایي پراختیا بانک (ADB) د پروګرامونو په بررسۍ، د خلکو او حکومت په لومړیتوبونو، د مرستو په اغېزمنتوب او ګټورتوب او همدا شان د ټرانسپورټ، اوبو او انرژۍ او کرنې د برخو په راتلونکو پلانونو هر اړخیزه بحثونه وشول.

افغانستان کې د اسیایي پراختیا بانک (ADB) د پروګرامونو بررسۍ ناسته وشوه

د مالیې وزارت مالي مرستیال، د نوموړي بانک له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د مرستو په موثریت او مثمریت ټینګار وکړ او د ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکی شو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS