د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرسته کوي

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۱:۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر له استازې، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې د سیمه ایز اتصال په برخه کې د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنې د همکاریو د څرنګوالې او له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د برېښنا انرژۍ لېږدولو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست له هغوی غوښته وکړه، چې د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه دي په ګډه له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو په برخه کې له افغانستان، پاکستان او هندوستان سره په تخنیکي مطالعاتو خبرې وکړي، چې د هغوی له خوا یې هرکلی وشو. هغوی زیاته کړه، چې له یادې انرژۍ دي خلک برخمن شي او په دې برخه کې دي همکارۍ ستراتېژيکي او اوږد مهال شي، چې د مالیې وزارت سرپرست د دې موضوع هرکلی وکړ.

خبر

په پای کې پرېکړه وشوه، چې له تخنیکي بحثونو او د دریو یادو هیوادونو له هوکړې وروسته دي د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه په دې برخه کې خپل مطالعات پیل کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS