د اسیا پراختیایې بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د افغانستان لپاره ۴۰ میلیونه امریکایې ډالر وړیا مرسته تصویب کړه

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۵:۵

د اسیا پراختیایې بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د افغانستان لپاره ۴۰ میلیونه امریکایې ډالر وړیا مرسته د غویي میاشتې په ۲۲ مه نېټه تصویب کړه.
یاده مرسته به د ۱۵ روغتونونو او روغتیايي تاسیساتو جوړولو چې د ۱۱۰۰ څخه زیات د نویو بسترونو په زیاتولو سره د تجرید څانګې او د جدي پاملرنې واحد به ولري همداشان به د پنځو روغتونونو د بیا رغونې په برخه کې هم مرسته وکړي. دغه روغتونونه او روغتیايي تاسیسات به د امیدواره میرمنو په ګډون د ښځو لپاره د ځانګړو برخو لرونکي وي.
همداشان دغه مرسته به د بېړنۍ اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو تدارکات او د کووېډ-۱۹ په ګډون عامه روغتیايي بېړنیو حالاتو ته د افغانستان د ملي روغتیايي سیستم ځواب ویلو ظرفیت او انعطاف جوړولو څخه ملاتړ وکړي.
د مالیې وزارت رهبرۍ د اسیا پراختیایې بانک له مرستو څخه مننه کوي.
د یادونې وړ ده چې د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د پرمختګ اوږدمهال شریک دی او بېړنیو حالاتو کې دغه هېواد ته د ګړندي ملاتړ وړاندې کولو ژوره تجربه لري. په ۲۰۱۴ کې، سترو سېلابونو څخه وروسته چې د افغانستان ۲۷ ولایتونو کې يي کرنیزې ځمکې، سړکونه او کرنیزې زېربناوې يي ویجاړې کړې وې، د اسیا پراختیايي بانک د کرنې وړ سل زره هکتاره له سېلابونو څخه اغېزمن شوې ځمکې بېرته ورغولېې او د سړکونو او پلونو ترمیمولو کې يې ملي مرسته وکړه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS