د افغانستان دولت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد (SRBC) د مشرتابه کمېټې اتمه ناسته وشوه
              د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان په استازیتوب او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ښاغلي پیري مایډون، په ګډه مشرۍ د وږې میاشتې په ۴ مه نېټه د افغانستان دولت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد (State Resilience Building Contract) د مشرتابه کمېټې اتمه ناسته چې لوړ پوړو حکومتي چارواکو، وزیرانو او د اړوندو دولتي ادارو مرستیالانو او همدارنګه د اروپایي ټولنې لوړ پوړي پلاوي هم پکي ګډون کړی وو، د ولسمشرۍ ماڼۍ په چارچنار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ښاغلي پیري مایډون، اصلي ویناوال ول. دوی د افغانستان په اقتصادي وضعیت باندې د کرونا ویروس (COVID-19) د منفي اغېزو او د افغانستان په مدافعانه غبرګون، د دې ویروس له خپرېدو سره د مبارزې په پرمختګ، د اصلاحاتو په لاره کې په پرتو خنډونو او ښې حکومتولۍ ته د رسېدو په تړاو خبرې وکړې.
دا راز په دې ناسته کې د مالیې وزارت د څارنې، همغږۍ او راپور ورکولو لوی رئیس او د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي محمد ناصر صدیقي او د اروپایي ټولنې د پراختیایي همکاریو رئیس ښاغلي شټیفن لاک، د ۲۰۱۹ کال لپاره د دولت جوړونې قرارداد د لاسته راوړنو او د (ثابتو او متغییرو) شاخصونو راپور د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړ ښاغلي صدیقي وویل:" اړینه ده، چې موږ باید د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا په پام کې نیولو سره په یوه میکانیزم تمرکز وکړو او د کارموندنې له نظره د هغوی ګډون ته پام ور واړوو. همدا شان نوموړي زیاته کړه، چې موږ د دې پروژې د ترسره کولو لپاره هیڅ ډول موازي مالي تامین او د سرچینو اتلاف نه منو، بلکه موخه مو دا ده چې له شته سرچینو ګټه واخلو او د سپما یو ګټور اوتلپاتي پروګرام ولرو. په دې سربېره هغه ټینګار وکړ، چې د پروژې موخې د لومړیتوب لرونکو او د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له ملي پروګرامونو سره همغږي کړو. "
په دې سربېره یې د ۲۰۲۰ کال لپاره د دولت جوړونې قرارداد د ثابتو او متغییرو شاخصونو د هوکړې مسوده وړاندي کړه، چې له بحثونو وروسته د دواړو اړخونو له لوري تائید او ومنل شوه. د دې ترڅنګ دوی د دولت پراختیایي اجنډا او د اروپایي ټولنې راتلونکي پروګرامونه هم روښانه کړل.
په پای کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان په استازیتوب او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ښاغلي پیري مایډون، د دولت جوړونې قراردادا د تعدیل وړانديز لاسلیک کړ.
