د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال نړیوال کنفرانس د جوړیدو په موخه د چمتو والي مقدماتي لومړنۍ ناسته وشوه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۹:۲۴
خبر

د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال نړیوال کنفرانس د جوړیدو په موخه د چمتو والي مقدماتي لومړنۍ ناسته د کب میاشتې په ۲۲ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي یاماماتو او د افغانستان لپاره د فنلنډ هیواد سفیر ښاغلي پککا کوسونن په ګډون په مالیې وزارت کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال د نړیوال کنفرانس په اجنډاء او مقدماتي چمتو والي هر اړخیزې خبرې وشوې. پریکړه وشوه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان او د فنلنډ سفارت سره په ګډه یو تخنیکي ټیم جوړ شي او یادو مواردو په اړه دې عملي ګامونه واخیستل شي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال نړیوال کنفرانس د هیواد اقتصادي او مالي مسایلو، د افغانستان د ځان بسیاینې د پنځه کلنې استراتیژۍ او د ۲۰۲۵ کال پورې د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام په اړه د ۲۰۲۰ کال په پای کې د افغانستان – فنلنډ په ګډ کوربه توب په جینیوا کې جوړ شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS