د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په موخه د افغانستان – اروپایې ټولنې ترمنځ لومړنۍ ځانګړې کاري ناسته تر سره شوه
د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په موخه د افغانستان – اروپایې ټولنې تر منځ لومړنۍ ځانګړې کاري ناسته نن د غویې میاشتې په ۱۷ مه نېټه د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې اغلی ناهید سرابي او د اروپایې ټولنې د پراختیایې همکاریو لوی رئیس ښاغلي رافیلا لودیس په ګډه مشرۍ د مالیې وزارت په خیبر هال کې جوړه شوه.
په دې کاري ناسته کې د بهرنیو چارو، کرنې، سوداګرۍ، کار او ټولنیزو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پترولیم وزارتونو همدارنګه د سوداګرۍ او صنایع خونې، د افغانستان برېښنا شرکت، لوی څارنوالۍ او د ایټالیا، جرمني، سوئیس، ډنمارک او سویډن سفارتونو استازو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د افغانستان په پراختیایې لومړیتوبونو، د افغانستان – اروپایې ټولنې د دوه اړخیزو همکاریو په بررسي، د پراختیایې همکاریو په راپور، په پایدارې اقتصادي ودې، د دولت جوړونې قرارداد، د سولې او دیموکراسۍ په پروسو، کارموندنې، سیمه ایزې همکارۍ، کډوال او بیرته راستنیدونکو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده چې یاده ناسته مقدماتي وه او ټاکل شوې ده اصلي ناسته د غویې میاشتې په ۲۴مه نېټه په بهرنیو چارو وزارت کې جوړه او د یادې اجنډاء په اړه به لازمې پریکړې وشي.
