د المان هیواد د نړیوالو همکاریو ټولنې له لوري د افغانستان خوندي سندونو چاپولو دولتي شرکت ته د چاپي ماشینونو سپارل

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۸:۱۹
خبر

د افغانستان د خوندي سندونو چاپولو (AHSP) پروژه، چې د دې پروژې لپاه د خوندي چاپ تاسیس، د انجینیرانو او تخنیکي او مسلکي کسانو روزل پکي شامل دي او د المان نړیوالو همکاریو ټولنې (GIZ) او المان فدرالي جمهوریت له لوري یې تخنیکي او مالي ملاتړ کېږي، په رسمي ډول د افغانستان حکومت ته وسپارل شوه.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت مالي او اداري ریاست سرپرست سید احسان الدین طاهري، د افغانستان د خوندي سندونو چاپ شرکت مدیره پلاوي رئیس، په کابل کې د المان سفارت لومړي سکرتر او د (GIZ) استازي ګډون کړی وو.

سید احسان الدین طاهري، د افغانستان په ځانګړي توګه د افغانستان د خوندي سندونو چاپولو شرکت لپاره د المان فدرالي جمهوریت او د (GIZ) دفتر له پرلپسې (مالي او تخنیکي) همکاریو مننه وکړه او خوښي یې وښوده، چې د سندونو چاپولو او د ماشینونو په کار اچولو او رغولو تخنیکي مواردو چارې مالیې وزارت پرغاړه واخیستې. هغه زیاته کړه چې دا تسلیمي د کار پای نه دی بلکه د المان فدرالي جمهوریت او د (GIZ) دفتر ملاتړ او همکارۍ به د افغانستان له دولت او یاد شرکت سره دوامداره وي.

د المان سفارت او (GIZ) دفتر، هم د افغانستان له دولت په ځانګړي توګه د افغانستان د خوندي سندونو چاپولو له شرکت سره د خوندي سندونو د چاپ په برخه کې په خپلو ملتیاوو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغان انجینیرانو او همکارانو ترڅنګ به ولاړ وي.

خبر

په پای کې د شرکت مدیره پلاوي رئیس د المان سفارت او (GIZ) دفتر له مسؤلینو او استازو سره په یاد شرکت کې د خوندي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

د بلخ ولایت د سوداګرو او صنتکارانو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول

د کب ۱۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

بلخ ته د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین په مشرۍ تللي پلاوي د یاد ولایت له سوداګرو او صنعتکارانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل لارو د موندلو په موخه ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د مالیې وزارت او جهان خصوصي پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک سو

د کب۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت او جهان خصوصي پوهنتون ترمنځ د علمي او تخصصي همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک سو.
دا هوکړه لیک د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي عبیدالله ابو احمد. . .

BACK TO NEWS