د انرژۍ پروژو پلي کول او سیمه ایزې همکارۍ د مالیې وزارت سرپرست او د ترکمنستان سفیر د خبرو اصلي محور وو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۲ - ۱۶:۲۴
د ترکمنستان سفیر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د کب میاشتې په ۲۲ مه نېټه د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر ښاغلي هوجا اوویزوف، سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ میاشتې په ۲۱ مه نېټه ترکمنستان ته د جلالتماب ولسمشر د سفر د سندونو په عملي کېدو، په نږدې راتلونکې کې د تورغونډۍ – هرات ۲۲۰ ولټه برېښنا پروژې په عملي کار، د خم اب – قرقین برېښنا مزي په لېږد، هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو نل لیکې یا ټاپي پروژې په لېږد، د ترکمنستان د ترانسپورت وزارت له لوري د اقینې – اندخوی او تورغونډۍ – هرات د رېل پټلۍ لومړنۍ کرښې د کار په پیلېدو او یو په شمېر نورو اړوندو مسائلو خبرې وکړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS