د دریو سترو عام المنفعه پروژو په اړه د دولتي ادارو د پلي کولو او اجرائیوي پلان ارزونه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۵:۱۰
خبر

له دولتي ادارو سره د هغو پروژو چې په دې وروستیو کې له سعودي عربستان سره لاسلیک شوې د پلي کیدو تعقیبي غونډه نن د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې اړوندو ادارو خپل تطبیقي او اجرائیوي پلانونه وړاندې کړل چې په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وشوه او لازمې پریکړې وشوې.

په دې پروژو کې د کابل حلقوي سړک، د زړه ناروغۍ د درملنې روغتون، د هیواد په څلورو زونونو کې د څلورو کلنیکونو جوړول او همداشان په ټول افغانستان کې د ۶۰۰ ښوونځیو جوړول شامل دي.

خبر

د یادونې وړ ده چې یادې پروژې سعودي عربستان ته د جلالتماب ولسمشر د سفر پر مهال له یاد هیواد سره لاسلیک شوې وې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS