د دولتي شرکتونو د څار پلاوي بورډ غونډه جوړه شوه

admin_mof
جمعه ۱۳۹۹/۲/۱۹ - ۱۲:۳۷
خبر

د دولتي شرکتونو د څار پلاوي د بورډ غونډه نن د غويي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د دولتي شرکتونو او تصدیو لوی رئیس ښاغلي شفیق الله شهراني او د دولتي شرکتو د څار پلاوي غړي ښاغلي جلال الدین سعید د څار پلاوي/ دولتي شرکتونو د تر سره شویو فعالیتونو، برنامو او راتلوونکو پلانونو په اړه غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست په دې اړه وویل چې یاد راپور دې په دقیق، هر اړخیز او جزیاتو سره چې د څار پلاوي/ دولتي شرکتونو کړنې په کې واضح شي، تر راتلوونکی یوې اوونۍ پورې چمتو او ولسمشرۍ عالي مقام ته دې وړاندې شي.
وروسته د افغان تیکام شرکت په اړه پریکړه وشوه چې د اړوندو ادارو په ګډون دې یوه جلا غونډه جوړه شي او تر هر اړخیز بحث وروسته دې په اړه لازمې پریکړې وشي.
همداشان په دې غونډه کې د بلخ نباتي غوړیو، ګلبهار او کندز سپین زر نساجي د بیا فعالولو په اړه بحث وشو چې نه یواځې له محصولاتو څخه یې پوره ګټه واخیستل شي بلکه د کار موندنې او د دولت عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابره کړي.

خبر

غونډې پریکړه وکړه چې د یادو شرکتونو مالي پلان دې بیا وکتل شي او وروسته دې تائید شي څو وکولی شي د کارکوونکو معاش او امتیازات په ټاکل شوي وخت سره ورکړي.
د غونډې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د دولتي شرکتونو د څار پلاوي دې خپل ټول مسؤلیتونه تر سره کړي او واضح راپور دې چې د کړنې، ستونزې او حل لارې په کې شاملې وي ترتیب کړي او ولسمشرۍ عالي مقام ته دې وړاندې کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS