د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو زیاتوالی د مالیې وزارت سرپرست او د ازبکستان د لومړي وزیر د خبرو اصلي محور وو

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۱۵:۱۳
اربکستان

د ازبکستان جمهوریت پلاوي د یاد هیواد د بېلابیلو دولتي ادارو او ملي سوداګرو د استازو په ګډون د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر ښاغلي عبدالله عارف اف، په مشرۍ نن د چنګاښ میاشتې په ۱۰ مه نېټه بلخ ولایت ته راغلل او د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي له لوري یې هر کلی وشو.

افغانستان ته د یاد پلاوي د سفر موخه د دواړو هیوادونو تر منځ شته پتانسیل ته په کتو سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا وه چې په هر اړخیز ډول د دواړو لوریو لخوا پرې خبرې وشوې.

ازبکستان

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي او د ازبکستان جمهوریت لومړي وزیر ښاغلي عبدالله عارف اف، په لیدنه کې دواړو لوریو له حیرتان څخه تر مزار شریف پورې د ریل پټلې په پروژې، له ازبکستان هیواد څخه د برېښنا په واردولو، په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د بنسټونو په جوړیدو، د نساجي صنایعو په برخه کې د ازبکستان په همکاریو او پانګه ونې، د کیمیاوي کود د پیرلو، د پنبې صادرولو او په افغانستان کې د نمونه یې بڼ د جوړولو په ګډون د کرنې په برخه کې په همکاریو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

پریکړه وشوه چې د غونډې په یادو مواردو دې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه کار وکړي او تر راتلوونکی غونډې چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې د تاشکند په ښار کې جوړه شي یاد هوکړه لیکونه د لاسلیک لپاره چمتو کړي تر څو یې د عملي چارو لپاره ګام پورته وشي.

ازبکستان

همداشان په دې ناسته کې دواړو لوري د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د لا پیاوړي کولو او زیاتوالي غوښتونکي شول او یو ځل بیا یې په ګډو همکاریو ټینګار وکړ. .

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS