د مالیې نوماند وزیر او سرپرست: د افغانستان برېښنا شرکت ټولې پروژې دي په ښه توګه پلي شي

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۰ - ۱۷:۴۸
خبر

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غویي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت له اجرائیوي رئیس ښاغلي امان الله غالب، سره په مالیې وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو، د برېښنا شرکت د پروژو په پرمختګ او په نا امنه سیمو کې یې په ستونزو، له مالیې وزارت سره د ځینو پروژو د مالیاتو د ستونزو په هواري، د افغانستان برېښنا شرکت په ټولو پروژو چې د اسیا پراختیایي بانک له لوري یې ملاتړ کېږي، د ۱۳۹۹ کال لپاره په مختلفو برخو کې د ۳۷ پروژو په پلي کولو، چې د ۱۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت یې ژمنه شوي، په روان مالي کال کې د ۱۷ پروژو په تدارکاتي پړاوونو، د انرژۍ سکټور لپاره د اسیاپراختیایي بانک له لوري د یو میلیارد ډالرو په ژمنه، چې ۶۴ سلینه یې د برېښنا شرکت ته ورکول کېږي او یو شمېر نورو اړوند مسایلو په تړاو خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، له هغوی سره ژمنه وکړه، چې د انرژۍ سکټور او په برېښنا ځان بسیاینه د افغانستان د خلکو او حکومت لومړیتوب دی او موږ در سره همکاریو، څو ټولې پروژې له کوم ځنډ او خنډ پرته پلي شي او د پروژو دقیق راپور دي د برېښنا شرکت له لوري ترتیب کړل شي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د برېښنا شرکت دي را روانه اوونۍ د پروژو راپور د مالیې وزارت ته وړاندي کړي او هغه پروژې چې په تدارکاتو پوري اړه لري د تدارکاتو له ملي ادارې او کمېسیون او د مالیاتو ستونزې به یې د عوایدو له لوی ریاست سره په همغږۍ هوارې شي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS