د مالیې نوماند وزیر او سرپرست د ټرانسپورټ له سرپرست وزیر سره د ټرانسپورټي پروژو د ستونزو په حل خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۰ - ۱۷:۵۸
خبر

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غویي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ټرانسپورټ وزارت له سرپرست ښاغلي محمد یما شمس، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د اسیا پراختیایي بانک له لوري د ټرانسپورټ وزارت د پروژو په ملاتړ او پلي کولو، د ځمکو د استملاک په برخو کې د پلي کېدونکو پروژو په ستونزو، له اړوندو ادارو، د تدارکاتو له ملي ادارې او اسیا پراختیایي بانک سره د پروژو د ستونزو په هوارولو او په ټوله کې د ټرانسپورټ په برخه کې د پروژو د ستونزو په حلولو بحث او خبرې وکړې.
د مالیې نوماند وزیر او سرپرست وویل، چې د سړکونو پروژې پلي کول ځانګړی اهمیت لري، پروژې دي یوه یوه ولیدل شي او ستونزې دې رابرسېره شي. نوموړي زیاته کړه د پروژو د ستونزو حلولو په موخه دي د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو او اسیا پراختیایي بانک ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشي او هغه قراردادیان چې له قرارداد سره سمې پروژې نه پلي کوي له ملاحظې پرته دي قانون پرې پلی شي.
د یادونې وړده، چې د اسیا پراختیایي بانک د ټرانسپورټ په برخه کې ۱.۱۵ میلیارده ډالره ژمنه کړي، چې هر کال د مختلفو پروژو پلي کولو ته ورکول کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS