د مالیې نوماند وزیر او سرپرست: د کارموندنې په موخه دي ټول دولتي شرکتونه بیا وارزول شي

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۴ - ۱۷:۲۰
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غویي میاشتې په ۴ مه نېټه د دولتي شرکتونو د څار پلاوي له غړي ښاغلي جلال الدین سعید، سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د دولتي شرکتونو رئیس ښاغلي وحیدالله شهراني، هم شتون درلود په پیل کې یې د مالیې وزارت سرپرست، ته د دولتي شرکتونو او څار پلاوي د کړنو او فعالیتونو او د شرکتونو د اوسني وضعیت په تړاو بشپړ راپور وړاندي کړ.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د دولت له پلان سره سم دي ټول دولتي شرکتونه له سره مطالعه شي او خلکو ته دي د کار چاره برابره او زیاته شي، په ټولو دولتي شرکتونو کې دي اړین اصلاحات راوستل شي، مدیره پلاوی، پلان او کارونه دي په ښه توګه وارزول شي. د اړتیا په صورت کې دي د شرکتونو د اصلاح لپاره له بهرنیو معتبرو شرکتونو مرسته وغوښتل شي.

خبر

د څار پلاوي غړي ښاغلي سعید وویل، چې موږ په دې برخه کې بشپړ کاري پلان او پروګرام تر لاس لاندي لرو او د شرکتونو د اصلاح او سمون په تړاو د پلان راپور به ډېر ژر له تاسو سره شریک کړو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS