د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ د اقتصادي ودې د پیاوړتیا، د خدمتونو ښه والې او د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره د ۳۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو وړیا مالي مرستې تړون لاسلیک شو

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۷ - ۱۱:۴۹
۳۲۵ میلیون امریکايي ډالرو

کابل، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبرورۍ میاشتې۶– د ۳۲۵ میلیون امریکايي ډالرو نوې وړیا مالي مرستې هوکړه لیک نن د ماليې وزارت د سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاعلي محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر د رئیس ښاغلي شوبهم چوهدري، ترمنځ لاسلیک شو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د دې هوکړه لیک د لاسلیک په اړه وویل: " د دریو پروژو د تمویل هوکړه لیک چې نن له نړیوال بان سره لاسلکېږي، ټولیز ارزښت یې له ۳۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات دی، چې د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو سره  د اقتصادي ودې پیاوړي کولو، د خدمتونو ښه کولو، د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره به ولګول شي. "

نوموړي زیاته کړه، "د دې مالې بستې له جملې څخه به ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کارموندنې، ۵۰ میلیونه امریکاي ډالره په ښارونو کې د پانګونې په پروژو او ۷۵ میلیونه امریکاي ډالر به  د تغییر پروژې ته ځآنګړې شي. د نړیوال بانک له ارزښتمندې مرستې څحه چې د یادو مهمو او اساسي پروژو د تمویل لپاره یې کړي مننه کوم. "

د ۳۲۵ میلیون امریکايي ډالرو مالی مرستی

د مالي مرستو په نوې کڅوړه کې لاندې برخې شاملې دې:

  • ټاکل شوې ده، چې د دغې وړیا مالي مرستې؛ ۲۰۰ میلیون ډالره د کارموندنې پروژې ته ځانګړې شي، چې په ډېرو زیانمنو سیمو کې به داخلي بې ځایه شوو او راستنېدونکو اړمنو کډوالو ته د اقتصادي فرصتونو یو پیاوړی او مناسب چاپېریال رامنځ ته شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۱۵۰ میلیون ډالره د نړيوالې پراختیا ادارې (د نړۍ تر ټولو بې وزله هيوادونو ته د نړیوال بانک د مالي سرچینو چمتوکوونکې څانګې) ونډه او ۵۰ میلیون ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ونډه ده، چې د ۳۴ نړیوالو تمویل کوونکو په استازیتوب یې مشري د نړیوال بانک په غاړه ده.
  • ټاکل شوې ده، چې د دې وړیا مالي مرستې ۵۰ میلیون ډالره په ښارونو کې د پانګونې پروژې ته د دوامداره پراختیا او د ۹ ولايتونو په مرکزونو کې د ژوند لپاره د ښه چاپېریال او شرایطو رامنځته کولو په موخه ځانګړې شي، چې په ولایتونو کې د ښارواليو د ظرفیت لوړولو، د مدیریت ښه کولو او د زېر بناوو رامنځ کولو له لارې به ولګول شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړیوالې پراختیا ادارې ونډه او ۲۵ میلیون ډالره نورې مرستې يې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ونډه ده.
  • همدارنګه د یادې وړیا مالي مرستې پاتې ۷۵ میلیون ډالره د افغانستان دولت د بشري ځواک او اداري اصلاحاتو ته (د تغییر پروژه) ځانګړې کېږي، چې د وزارتونو او اړوندو دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو په موخه به ولګول شي. د دغه وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون امريکايي ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړيوالې پراختيا ادارې لخوا او پاتې ۵۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیا رغونې صندوق لخوا ورکول کېږي.

 

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS