د مالیې وزارت د مرکز ۴۰ تنو کارکوونکو ته د پښتو ژبي روزنیز پروګرام جوړ سو!
د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د دغه وزارت (۴۰) تنو کارکوونکو ته د پښتو ژبي درې میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړ.
د دې پروګرام په پرانیستغونډه کي د بشري سرچینو رئيس مولوي احمدشاه شاکر وويل، چي نن سبا په مکتوبونو کي ډېري تېروتني رامنځته کېږي او د دې پروګرام د پيل اصلي موخه هم په سمه او معیاري پښتو د مکتوبونو لیکل دي. ساده او روان لیکل، د عامو اصطلاحاتو او مناسب فارمټ کارول او په لیکلو کي دقت له پامه باید ونه غورځول سي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چي له دې پروګرام څخه ګټه واخلي او د پښتو ژبي په برخه کي خپلي نيمګړتياوي حل کړي.
د يادوني وړ ده، چي د بشري سرچينو رياست تل د مالیې وزارت د کارکوونکو د وړتیا لوړوني په موخه دا ډول روزنيز پروګرامونه جوړ کړي دي؛ تر څو د کارکوونکو مسلکي پوهه وده وکړي او ورسپارل سوي دندي په ښه توګه ترسره کړي.